ملګرو ملتونو یو تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۸۰ فیصده ښځې د مهمو موضوعاتو په اړه د سیمه ییزو چارواکو سره هیڅ تعامل او اړیکې نلري او د عدالت ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې پر سړو او ټولنې باندې اتکا وکړي.
دغه راپور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر”یوناما”، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او د مهاجرت نړیوال سازمان له خوا په ګډه په ۳۳ ولایتونو کې د ۸۸۸ ښځو او د یو شمیر سړیو سره د مخامخ مرکو پراساس ترتیب شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې په ټولنیز، اقتصادي او د ژوند په مختلفو برخو کې د افغان میرمنو وضعیت په اړه د تیر یو کال پرتله ناهیلې لا زیاته شوې ده.
د ښځو اغیز او ا.ا. چارواکو سره تعامل
په دې راپور کې چې د چهار شنبې په ورځ د جولاۍ ۲۴ ( زمري درېیم) خپور شوی ویل شوي چې په تیرو دریو میاشتو کې یوازې ۱۶ فیصدو ښځو د مهمو مسایلو په تړاو د ا.ا. له سیمه ییزو چارواکو سره تعامل او اړیکې لرلې، خو دا شمیر د سړیو په برخه کې درې ځلې ( ۵۳ فیصده) زیات وو.
په راپور کې ویل شوي:” ښځو ټینګار وکړ چې اکثره د عمومي غونډو څخه بهر ساتل کیږي اونشي کولای چې په مستقیم ډول د سیمه ییزو چارواکو [ا.ا. ] سره تعامل او اړیکې ولري او دې ته اړ کیږي چې د کورنۍ د نارینه غړو او په ټولنه اتکا وکړي ترڅو د هغوی په استازیتوب د عدالت غوښتنه وکړي”.
همداشان ښځو ویلي چې د خپلو نظریاتو د مطرح کولو پر مهال پر سړو باندې اتکا به ددی سبب شي چې په مختلفو کچو د پریکړې نیولو په بهیر کې د هغوی حذف کیدل عادي کړي.
په راپور کې ویل شوي چې د لانجو او شخړو د هوارولو رسمي او غیر رسمي میکانیزمونو ته د ښځو او سړو د لاس رسي تناسب په ترتیب سره د اوو فیصدو څخه تر ۵۰ فیصدو پورې دی او د همدې له امله د ښځو یو زیات شمیر نشي کولای د پریکړې نیونې په ټولو پړاونو کې د پریکړو د نیونو د بهیر څخه د محرومیت له امله اغیز ولري.
په راپور کې ویل شوي:” ښځې نشي کولای پرهغوی باندې د وضع شویو قوانینوله امله پر خپلو ځانونو باندې اغیز ولري او هم نشي کولای چې د سرغړونو او یا د کمو حقوقو د تنفیذ څخه چې د ا.ا. له خوا هغوی ته ورکړل شوي نور کسان ځواب ویلو ته چمتو کړي”.
خوندیتوب او خدمتونو ته لاس رسی
په دې راپور کې ۶۴ فیصده ځواب ویوونکو ښځو ویلي چې په یوازې سر له کور څخه بهر ته د تللو پر مهال ” اصلآ” د خوندیتوب احساس نه کوي او ” هغوی د حاکمي ادارې د چارواکو[ا.ا.] او د ټولنې د غړو له خوا” په عمومي ځایونو کې د حضور له امله ” هدف” نیول کیږي.
په راپور کې ویل شوي چې ډیرو ښځو په دې باندې د نظراتفاق درلود چې د ا.ا.د حاکمیت لاندې خدمتونو وړاندې کولو باندې د مالیې زیاتیدلو له امله وضعیت لا خراب شوی دی.
په دې راپور کې د زده کړو، روغتیا او روحي روغتیا په برخه کې خدمتونوته د ښځو پرتله د سړود زیاتې لاس رسۍ د کچې یادونه شوې او ویل شوي چې دا وضعیت خدمتونو ته د لاس رسي په برخه کې د جنسیت خلا څرګندوي.
په راپور کې ویل شوي:”په داسې حال کې چې په تیورۍ کې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لا هم د لاس رسي وړ دی ، د خدمتونو کیفیت د درملو د بیې د زیاتیدو ترڅنګ او کوم محدودیتونه چې غیر حکومتي موسسې تر هدف لاندې راولي خدمتونو ته د کسانو لاس رسی اود خدمتونو د وړاندې کوونکو شمیر محدودوي”.
ددغه راپور پر اساس د زده کړو او د تګ راتګ د ازادۍ په برخو کې محدودیتونه احتمال لري چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاس رسی لا کم کړي.
دغو ګواښونو ته په پاملرنې ښځو او سړو په یو شان د غیر حکومتي موسسو پر فعالیتونو باندې د محدودیتونو د لیرې کولو غوښته کړې او ویلي دي چې دغو محدودیتونود اړینو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ددغو موسسو وړتیا باندې ناسمه اغیزه کړې ده. ملتونو
همداشان ښځو پر زده کړو او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د ښځو په کار باندې د لګیدلو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه هم کړې ده.
د ښځو مالي وضعیت
د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د ۷۰ فیصدو ښځو مالي وضعیت او عاید د ۲۰۲۴ کال په دوېیمه ربع کې ددغه کال د لومړۍ ربع پرتله لا خراب شوی دی.
په دې راپور کې ویل شوي چې ښځې د مالي ملاتړ ترلاسه کولو میکانیزمونو ته د لاس رسي په برخه کې د ګڼو موانعو سره مخ دي.
ددې راپور په اساس ۱۳ فیصده ځواب ویونکو ویلي چې پور ترلاسه کولو ته لاس رسی نلري او ۲۲ فیصدو هم ویلي چې د خپل ژوند د چارو د پرمخ وړلو لپاره په بهرنیو هیوادونو کې د خپلوانو څخه پیسې ترلاسه کوي. په داسې حال کې چې دا شمیر د سړو لپار په ترتیب سره ۲۷ او ۴۹ فیصده دی.
په دې راپور کې ویل شوي:” ځواب ورکوونکو ښځو ددې یادونه کړې چې د پور په اخیستلو کې د جنسیت په برخه کې ننګونې په ځانګړې ډول د وثیقې د وړاندې کولو په برخه کې شته دی. هغه څه چې باید ددې پر خلاف اوسي، د مالي خوندیتوب نشتون د پور اخیستونکو ښځو له خوا ښځو ته د پورد نه ورکولو په برخه کې د پور ورکوونکو له خوا د پور نه ورکولو د عمده دلیل په توګه یاد شوی دی”.
همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې اوسنیو محدودیتونو ته په پاملرنې ښځو ته د کار او کسب فرصتونه د پام وړ ډول کم شوي او دا مسله د ښځو له خوا د پورونو په بیرته ستنولو کې هم اساسي ونډه لري.
نړیوال تعامل کې د ښځو رول
په دې راپور کې په نړیوالو تعاملاتو کې د ښځو رول هم یاد شوی او ویلي دي چې هم سړي او هم ښځې په نړیوالو تعاملاتو کې د ښځو د رول په اړه موافق دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې ۵۹ فیصده ښځو او ۳۶ فیصده سړو ویلي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه په هره غونډه او بحث کې باید افغان میرمنو ته ۵۰ فیصده ونډه په پام کې ونیول شي.
ملګري ملتونو ویلي:” د هغو کسانو چې ورسره مشورې شوي شاوخوا نیمايي یې د یو داسې پلاوي چې یوازې ښځې په کې شاملې وي د سیاسي پریکړو نیولو او عمومي بهیر څخه د ښځو د سخت محرومیت سره د مقابلې لپاره د یوې وسیلې په توګه بیان کړی دی”.
همداشان په دې راپور کې ۵۰ فیصده ګډون کوونکو ښځو او سړو ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې سره د مشورې لپاره دې د ښځو یوه مشورتي اداره رامنځ ته شي ترڅو په نړیوالو پریکړو کې د افغان میرمنو نظریاتو او تجربو ته ځای ورکړي.
بلکل ځکه چى په افغانستان کى تعلم نشته مکتبونه ټرل شوى
بلکل ځکه چى په افغانستان کې د ښځو خقونه ندى ورکړل شوى
په افغانستان کى د ښځو مالى وضيعت د پخوا پر پرتله خربه ده ځکه چى په افغانستان کى د خلکو اقتصادى وضيعت ښه ندى
په افغانستان کى ښځى خدماتو ته سم لاسرسى نلر ځکه چى دوى ته اجاﺯه نشته چى دوى دى کار وکړى
د افغانستان نوى خکومت په ښځينو باندى ډير بنديزونه لگول چی تر ټولو ستر بنديز د ﺯده کړو دى دا يو ستره ناهيلى ده ښځينو لپاره هيلى او ارمانو يى له خاورو سره خاورى کړه نور دا کيدى شى چى د هيواد دا وروسته پاتى کيدو لامل شى